څنگه خاموشه زنده گي ده هنگامه نه شته دی
نن دې د کلي مازديگره هيڅ مزه نه شته دی
په يو ساعت کې په يو رنگ په بل کې بل رنگه وي
ماته خو خدايږو د دې ښکلو اندازه نه شته دی
څنگه ايسار شمه يارانو په دې چم کې څه دي
دا وخت به څرنگه تيريږي چې هغه نه شته دی
اوس به دې څرنگه ښکلوکيه سندره کړمه
چې مې په شونډو ستا د مينې زمزمه نه شته دی
د جنگ شيبې وې ديوالونه سره غاړې وتل
لارې مو ورکي دي په کلي کې کوڅه نه شته دی
٢٠٠٠/٢/١٧
12.11.2007
- baz
داسې مې اوښکو باندې ستا د کوڅې ور وينځلیلکه باران چې بيگا ټوله شپه وي لمر وينځلی
دا چې ښکلا راته په هر څه کې څرکونه وهيسهار وختي مې ستا په ښکلي مخ نظر وينځلی
په لاهوتي سندرو نيت تړم د مينې په نومد زړگي خُم مې په شرابو د کوثر وينځلی
څنگه سرور دی د بر کلي د گودر په غاړهچا به د بنگو په وږمه وي مازديگر وينځلی
د بوډې ټال يې په وزرونو کې يو شپول جوړوي...
12.11.2007
- baz
غر او آس
يو غر راونړيدههغه دنگ غر چې آسمانڅکو ته يې لاس غځيدهلکه د طور په څير ذره ذره شو****يو آس له پښو ولويدههغه سپين آس چې په يو گام کې به تر ليرې، ليرې ورسيده...