راته ياديږي هغه تير وختونه
چې په غرمو به گرځيدم، گرځيدم
ستا په کوڅه کې به د چا له ويرې
لکه د پاڼې رپيدم، رپيدم

چې يبلې پښې به مې په ځمکه سرې شوې
پنا مې وړه ستا د ديوال سيوري ته
ستا د ديوال خوشبو به داسې مست کړم
لکه د گلو د شمال سيوري ته

په لوږه تنده باندې نه پوهيدم
نه به غرمه نه مازيگر مې ليدو
ستا په لټون پسې به زه جانانه
گرځيدم څو پورې چې لمر مې ليدو

خو اوس د داسې وخت پنجو کې گير يم
چې مې په گرانه تن ته ساه راځي
جانانه ستا په غم به څه وژاړم
چې په خپل ځان باندې ژړا راځي