پرون چې ما په آيينه کې کتل
راته کيسې د ماشومتوب ياديدې
زه به په چيغو چيغو کورته راغلم
مورجانې زه به ستا و لور ته راغلم
زما به سترگې وې له خاور ډکې
هم به مې سر و له گردونو نه ډک
تا به نارې کړې چې قربان دې شمه
بيا دې له چا پره شوخي کړې ده
تا به د خپل پوړني پيڅکي باندې
زما له سترگو خاورې پاکې کړلې
هم به زما له سره ټول گردونه تا وڅنډل
راته به ستغې سپورې تا وکړلې
چې مخ او سر به دې راومينځلو
زما به سترگې تکې سرې ښکاريدې
تا به مې سترگې راته تورې کړلې
* ************
خو نن چې بيا زما په سترگو کې د چا له غمه
و وينو سيند بهيده
ما آيينې ته کتل
زما تصوير په آيينه کې زنگيده، زنگيده
ما ويل چې اوس به له هيندارې نه راوښوييږي
تا راته څه په عاجزۍ وويل:
(( زويه لوگې دې شمه ودې گرځم
نوره د سرو سترگو دا لوبه پريږده))