نظمونه
قطعات
سپرليه هغه به زموږ د خوارو کلی وي چې
گلونه ټول په وينو سره وي او بل رنگ نه کوي
دا زمانه لکه چې نور زموږ وجود نه مني
عجيبه نه ده چې احساس مو لا غورځنگ نه کوي
************
وخت به موږ ته څنگه گلورينه فضا جوړه کړي
غږ د پسرلي وي خو له ورايه خزان وخاندي
لا د گلغوټيو ستوني ډک دي له باروتو نه
تاته به په کومه خوله سپرليه گلان وخاندي
***********
پام کوه سپرليه چې زموږ کلي ته رانه شې
ته به د باروتو دې وطن ته څه تحفه راوړې
اوس زموږ د کلي چنارونه ځالې نه لري
ته به د بلبل د غم نوا ته څه نغمه راوړې
**********
دلته د وخت د نابلدو خلکو خوا کې اوسو
دلته کې موږه ساه په بيه اخلو ژوند تيروو
دلته زموږ احساس بندي دی څه ويلی نه شو
ترخې خبرې د هر چا لکه د قند تيروو
څنگه ژر مې د آرمان قاتل جوړيږي
محتسبه لا مې هغسې ځواني ده
د ښار مشره ستا د امن ښاريه کې
هر څه گران دي د سرونو ارزاني ده
**********
پر سپين رخسار چې زلفې لام ولگي
لکه روژه کې چې ماښام ولگي
د تن رگونه مې موسکي موسکي شي
غږ چې په غوږ زما د جام ولگي
*********
لمر چې د غروب په غرغره شي راته وخاندي
جوړه طبيعت کې نظاره شي راته وخاندي
سترگو د جانان که د مغلو خصلت غوره کړ
مينه پښتنه يې تاتره شي راته وخاندي
*********
د انتظار په تريخ نظر کې مې لا
د اميدونو څه خواږه پاتې دي
وخته رفتار کې دې کرار راوله
ستا له منزله پښتانه پاتې دي