څنگه چې ښکلي له وعدې نه وځي
داسې مې زړه له ارادې نه وځي

لمر د زرينو وړانگو لاس غځوي
د رڼا ناوې له تيارې نه وځي

ورسره ستا د نامه توري ځغلي
هر اسويلی مې چې له خولې نه وځي

د کوم هوښيار ښکلي په لټه پسې
يو ليونی له ميکدې نه وځي

ښکاري جانانه په ايمان يې وايه
” باز “ به دې کله له پنجې نه وځي
پيښور، صدر ١٩٩٧/١/١