څنگه چې جانان په نظر ښکل کړمه
داسې يې غمونو ځان ته خپل کړمه

څو که لا کچه غوټۍ د مينې ده
زه به يې د اوښکو په نم گل کړمه

بيا مې په يو ښکلي نظر پريوتو
بيا ځکه خبرې په غزل کړمه

زه او جانان لاس تر غاړې ووتو
اور به د رقيب په خونه بل کړمه

نن ” باز “ ته د زرکو ميرې وويل
سرې سترگې به تورې په کجل کړمه

١٩٩٧/١/٥