چې د جانان د نظر شپول نه شي
د زړه پرهر به مې راټول نه شي
چيرته يو نيم وي په کې سر ووهي
د بيابان هر بوټی غاټول نه شي
که د چا ښکلي له لاسونو پريوځي
مات به زما د زړه کنډول نه شي
تا سره مينه مې څه حد نه لري
ما سره ستاکرکه په تول نه شي
د غم ښادۍ پته به څه ولگي؟
چې نغاره نه شي او ډول نه شي
١٩٩٧/٤/٢٢
12.11.2007
- baz
څنگه چې جانان په نظر ښکل کړمهداسې يې غمونو ځان ته خپل کړمه
څو که لا کچه غوټۍ د مينې دهزه به يې د اوښکو په نم گل کړمه
بيا مې په يو ښکلي نظر پريوتوبيا ځکه خبرې په غزل کړمه
زه او جانان لاس تر غاړې ووتواور به د رقيب په خونه بل کړمه
نن ” باز “ ته د زرکو ميرې وويلسرې سترگې به تورې په کجل کړمه
١٩٩٧/١/٥...
12.11.2007
- baz
د ژوند نغمه مې د ستار د ترنگ خبرې کويچې د ښکلوکو پر سينه لونگ خبرې کوي
اوس به د چا د خيال تصوير په کې ذرې ذرې شيد زړه هيندارې ته مې څوک د جنگ خبرې کوي
يارانو تاسې به دُعا کوئ چې سر ونه وخوريد شمايلې د راوړو ملنگ خبرې کوي
د ژوند تيارو کې و تنگ شوی د رڼا ليونید ډيوې څنگ ته يو شهيد پتنگ خبرې کوي
زړه مې نری شي غريو مې ونيسي له حاله وځمچيرته مين چې د بنگړو د شرنگ خبرې کوي...