د ژوند نغمه مې د ستار د ترنگ خبرې کوي
چې د ښکلوکو پر سينه لونگ خبرې کوي

اوس به د چا د خيال تصوير په کې ذرې ذرې شي
د زړه هيندارې ته مې څوک د جنگ خبرې کوي

يارانو تاسې به دُعا کوئ چې سر ونه وخوري
د شمايلې د راوړو ملنگ خبرې کوي

د ژوند تيارو کې و تنگ شوی د رڼا ليونی
د ډيوې څنگ ته  يو شهيد پتنگ خبرې کوي

زړه مې نری شي غريو مې ونيسي له حاله وځم
چيرته مين چې د بنگړو د شرنگ خبرې کوي