د مينو سترگو تاب زما خوښيږي
دا د بزم انقلاب زما خوښيږي

چې تڼاکې مې د زړه نغمې نغمې کړي
په زنگون باندې رباب زما خوښيږي

ستا يوه يوه خبره يو حديث شي
ستا د سرو شونډو کتاب زما خوښيږي

چې د مينې د يادونو هديره وي
داسې زړه خانه خراب زما خوښيږي

ژونده تاکې د جانان له مينې پرته
په ايمان کې دې بل باب زما خوښيږي

١٩٩٧/٥/١٩