بيا څوک مئين د هوش له ښاره وځي
د ليونو په ورکه لاره وځي

نغمې د مينې له ستار وځي
که د درد څړيکه له پرهاره وځي
دلته د مينې ليوني اوسيږي
دلته هر ستوری له مداره وځي
له چا نه ښکلی جانان مخ اړوي؟
که د پاړو له هودې ماره وځي
بيا به تصوير د کوم يو ښکلي راوړي
د زړه له کوره مې هينداره وځي

موږه د مينې دنيا هم وليده
د کار سړي په کې له کاره وځي