ښکلی شه، له خپل ښايست نه ښکلی شه
نن خو د غماز د سترگو خلی شه

زه ورنه په سترگو کې څه وغواړم
دی راته غوسه شي وايي، غلی شه!

ما د خپل بهير سره ملگری کړه
وخته! لږ خو ماته پښه نيولی شه

زرکې يې لمنو ته راغلي دي
بازه د وطن غرونو کې غلی شه