تارونه دې د زلفو په رخسار وزنگوه
پر غاړه مې لاسونه لکه هار وزنگوه
يو چا رانه جامونه د نظر وتښتول
بنگي آشنا په بنگو مې خمار وزنگو
د وړانگو په مهار کې د رڼا کاروانه راشه
حسين سهار د کلي په چنار وزنگوه
جانانه هنگامه د مينې ورځ په ورځ سړيږي
يو سر خو چيرته نن سبا په دار وزنگوه
موسکا دې سندريزه کړه د ذوق پرښتې راشه
دردونه مې نغمه کې د ستار وزنگوه
12.11.2007
- baz
يو څوک خو مې يو ځل د زړه په لار راواړهخدايه په مئين زړه مې پرهار راواړوه
ښکلي دې په ځمکه داسې گرځي لکه ستورييو څو خو پرې د مينې په مدار راواړوه
ساقي د ميکدې نه دې نن تش لاسونه نه ځمپه لپو لپو سترگو کې خمار راواړوه
هينداره مې د زړه ورپسې ورکه ورکه گرځيتصوير پرې د کوم ښکلې پرې وار راواړوه
چې غږ د ستار نه خيژي د څڼو څو تارونهجانانه لږ په څانگه د چنار راواړوه...
12.11.2007
- baz
ښکلی شه، له خپل ښايست نه ښکلی شهنن خو د غماز د سترگو خلی شه
زه ورنه په سترگو کې څه وغواړمدی راته غوسه شي وايي، غلی شه!
ما د خپل بهير سره ملگری کړهوخته! لږ خو ماته پښه نيولی شه
زرکې يې لمنو ته راغلي ديبازه د وطن غرونو کې غلی شه...