يو څوک خو مې يو ځل د زړه په لار راواړه
خدايه په مئين زړه مې پرهار راواړوه
ښکلي دې په ځمکه داسې گرځي لکه ستوري
يو څو خو پرې د مينې په مدار راواړوه
ساقي د ميکدې نه دې نن تش لاسونه نه ځم
په لپو لپو سترگو کې خمار راواړوه
هينداره مې د زړه ورپسې ورکه ورکه گرځي
تصوير پرې د کوم ښکلې پرې وار راواړوه
چې غږ د ستار نه خيژي د څڼو څو تارونه
جانانه لږ په څانگه د چنار راواړوه
12.11.2007
- baz
د ښکليو اننگوته مې نظر غځوي لاسسپوږمۍ د څوارلسمې ته خو لمر غځوي لاس
اوس گورو به چې چا ده د قسمت لوبه گټلېد مينې پيغمبر د چا په سر غځوي لاس؟
د کوم مئين په قتل پسې وتې ده له کورهپه ناز په کرشمه لکه خنجر غځوي لاس
د چا د گريوان تار تار يې په گوتو کې نيولیدا شوخې شيوه گرې خو اکثر غځوي لاس
که خدای کول جانان به مې لاسونو کې لاس راکړيخلک وايي چې اختر کې مرور غځوي لاس...
12.11.2007
- baz
تارونه دې د زلفو په رخسار وزنگوهپر غاړه مې لاسونه لکه هار وزنگوه
يو چا رانه جامونه د نظر وتښتولبنگي آشنا په بنگو مې خمار وزنگو
د وړانگو په مهار کې د رڼا کاروانه راشهحسين سهار د کلي په چنار وزنگوه
جانانه هنگامه د مينې ورځ په ورځ سړيږييو سر خو چيرته نن سبا په دار وزنگوه
موسکا دې سندريزه کړه د...