گران كاروان چې د ښاپېرۍ په ورغوي كې شين همځولي ته ( د ځنگل د ليك ځواب) ليكه، نو د څنگ ياران يې په شعرونو نمانځلي وو چې ما ته يې هم لاندينى بيت ويلى و:
كوترې راوړي د نكريزو پاڼه
شي ستا د باز منگولې سرې رايادې
خو كله چې ښاپېرۍ ورغوى پرانيست،د پورتني بيت په شمول ترينه درې بيتونه ښوېدلي وو، خو ما ته يې له شاعر نه يوه گيله ضرور راوړې وه.

نن مې په زړه باندې بلا ورېږې
زما شاعره! څو خبرې لرم
لږ ورته ښه د زړه غوږونه څك كړه
يو څو ترخې يو څو شكرې لرم

ستا له قلم چې په در در ورېدل
د هغو تورو رياضت مې كړى
چې به لاسونه ورته تا غځول
د هغو ستورو رياضت مې كړى
              *******
آن له ماښامه تر سهاره پورې
ستا د چنار خبرې ما ژړلي
چې خپه نه شې په ايمان يې وايه
خپلې سندرې كله تا ژړلي
                 *******  

چې د سندرو كاروان تا به راوړ 
شاعره ما به ترې الهام واخيست
چې ميكده به ورته تا ويلې
ما به له هغې ځنې جام واخيست
              *******
كه زما پښه به چيرته وښويده
تا به له مينې نه ډك لاس راكړ
چې به له ما نه توري وتورېدل
زما شاعره تا به پاس راكړ

 چې مې د زړه په خانقاه كې اوسې
پيره! زما په سر هم لاس تيروه
له زړه مې ټولې كينې ورژوه
كله اذر په صنم لاس تيروه
               ******* 
دا يوه گيله در نه ضرور لرمه
چې څنگه زه درځنې هېر شومه
د اوبو سر باندې د خلي په څېر
له يوې څپې بلې ته تېر شوم
*******                                                       
چې په ورغوي كې دې نه ښكاريږي
ښاپېرۍ چېرته وركې لارې تللي؟
ما په كې خپل تصوير ونه ليدلو
خداى خبر كومې خوا هندارې تللي؟
                 *******
بس همدغه درنه پوښتنه كوم
د زړه كتاب نه دې په څه و ايستم؟
شاعره دومره خو بې رنگه نه وم
ولې دې دا رنگه له زړه و ايستم؟
                
څوك به اوس راوړي د نكريزو پاڼه؟
چې د كوترو څه پرواز نه شته
ستا د شينكي ځنگل په شنه غيږه كې
هغه د سرو منگولو باز نه شته.

پيښور ابدره روډ عرفان کلتوري مرکز