كله چې ستا د مينې كلكې ريښې
زما د زړه په ځمكه وغځېدې
او ستا د مينې فصل مې زړه كې وټوكېده.....
د ليونيانو له پاچا نه مې دعا وغوښته
او ستا د مينې د رياضت په ډاډ مې تا ته ويل
در سره مينه لرم
ته اول هيښه شولې
بيا دې مهينې وروځي
د تندي نيم اسمان ته ورسوې
د څو شېبو لپاره، دې خپل باڼه په ځمكه ننه ايستل
او بيادې خپلې جادوگرې سترگې
زما په سترگو كې راوگنډلې
تا زما سترگو كې د مينې يو توپان وليده
ما ويل چې تا به دا توپان خپلو څپو كې واخلي
او په مهينو شونډو
به راته وايې
چې زه هم درسره مينه لرم
شېبه لا تېره نه وه
چې دې خپل ځان ته پام شو
شونډې دې بوڅې كړې او سر ته دې ټكان وركړ
راته دې وويلې
ډيره مننه چې له ما سره ته مينه لرې
خو ډېر افسوس كومه
چې ستا لپاره يوه ذره مينه هم
زما د زړه په كور كې ځاى نه لري
كه دې توان رسي نو زما مينه له خپله ياده وغورځوه
له څه مودې راهيسې
زه ډېره هڅه كوم
چې مې د زړه له ځمكې
ها ستا د مينې ريښې وباسمه
خو لا مې توان نه رسي
لا مې په زړه كې ستا د مينې ريښې پښى كلكوي.
۲۰۰۴|۰۶\۰۷\
د زرداد سراې د كابل منډه يي