شعرونه
شرط
چې ستا فطري ښكلا
د ښايستونو ميره
نو دې ته څه اړه يې
چې په فطري ښكلا سرخي او سفيده ومږې؟
تا به ويل چې ته په دې راز باندې نه پوهيږې
دغه سرخي او سفيده د ښايستونو مجبوري وگڼه
او بيا دې دا هم ويل
چې ته زما فطري ښكلا خوښوې
زه به اوونۍ كې يوه ورځ ستا په خاطر
او ستا په اند، فطري ښكلا كې راځم
خو شرط يې دا دى
چې به نورې ورځې
ما سره كار نه لرې
او ما دې شرط ومنه
بيا مې هغې ورځې ته شپې شمارلې
چې ته فطري ښكلا كې ما ته راشې
هغه ورځ هم راغله
چې ته فطري ښكلا كې ما ته راغلې
په دغه ورځ به بيا زما له مخې
هره بلا چپېده
زه به شله شوم چې سبا ته هم داسې راځې
تا راته ويلې چې تا شرط منلى
كه شله گي دې وكړه
نو شرط به وبايلې تاوان به وكړې
ما شله گي وكړله
او تا له مانه لاره وشلوله
*****
زه اوس په دې راز باندې وپوهيدم
چې ښايستونه مجبوري هم لري
او دا مې ومنله
چې ما شرط وبايله تاوان مې وكړ
خو دا يوه خبره
را سره ته ومنه
اوس چې ته هره ورځ سرخي او سفيده لگوې
په دې ادا چاته ځوانې وركوې د چا ځواني زړوې.