ستا د مـــــــينې تور دې وي
دغومره پــــــــــېغور دې وي

ژوند په نغمو سور دې وي
ستا د بنگړو شــور دې وي
ټول مې غزل تـــــــــوري دي
ښكلي په هر لــــور دې وي
تل زما په ســــــــــترگو كې
ستا ښكلى انځور دې وي
تمه د خولگۍ ښـــــــــه وي
دا مې په تا پــــور دې وي

ژوند په كـــې له مينې ډك
بازه كلى كــــــــــور دې وي