خدايزده چې د بني آدم په ارواح کې يې ولې داسې مزی پېيلي دي، چې د موسيقي له شرنگ سره په گډا راځي او د غزل په اوريدلو او يا لوستلو سره غزونې کوي . خبره د غزل او موسيقۍ په وروولۍ او خورلڼۍ کې نه ده، پوښتنه د دې ده، چې کله خو ځينې غزلونه د خپل هر بيت له خوندور سُر و تال سره ځان يو گام موسيقي ته نږدې کوي.زه دلته د غزلونو وزني رغښت هم نه يادوم، څه ډؤل ووايم؟ موخه مې په شعر کې يو ډول پټ ” خوند“ دی، چې د پښتو غزل په اوسني بهير کې يې ځان په نويو ريښو ټينگ کړی دی او همدا ځانگړنه (چی زه يې د خپلې ژبې د لنډوالي له امله خوند بولم) ورو ورو په يوه ” معيار“ بدليږي، هسې معيار چې وکړای شي شعر له خبرو او کره له ناکره څخه بيل کړای شي .
خدای (ج) شته چې زه د ښاغلي عابد د شعرونو شنه کلي ته د همدغه ” خوند“ پر کوڅه ورننوتی يم او ډېرځله يې غزلو زما په اروا کې سندريز مزي خوځولي دي او که د ده شعرونو ته گورم هم نو د کتنې د معيار سترگې به مې همدا خوند وي .
زما پر اند دغسې خوندورهځانگړنه د غزل ليکنې په همدې اوسمهالي بهير کې ښاغلي کاروان ډېره ځلولې او د ” بهير “ له لارې د څو تنو په شمير کې تر عابد پورې هم رارسيدلې ده، چې د شاعر له ذهن څخه د اوريدونکو يا لوستونکو پر ذهن تر کيناستلو پورې د يوې منظمې پروسې په توگه طرح کيږي او د دې پروسې د علمي کولو ډېرې چارې د شاعر په کار پورې اړوندې دي، چې له نيکه مرغه د عابد صاحب داسې کار د غزل ليکنې په برخه کې بريالی دی . لومړی خو ښايي په ره بيت کې د نوې سکالو” موضوع“ هستونې لپاره هڅه وي او دا هڅه شاعر هنري نوښت ته نږدې کوي . په دوهم گام کې د سکالو د ارايې لپاره د کلماتو د ټاکلو چاره ده . شاعر غواړي چې هره شاعرانه کلمه داسې وټاکي، چې د يوه ځانگړي هنري موقعيت استازيتوب وکړای شي . د شاعرانه ژبې په وړاندې د شاعر مسووليت له همدغه ځای څخه پيل کيږي، دريمه چاره له قافيې او رديف سره د ټول بيت ښکلی پيوند دی . دا پيوندهم هنري ظرافت ته اړتيا لري . له دې وروسته د فنی تلازماتو رغونه پيليږي، چې د شعر قافيوينوښت، آهنگ  او د ټاکلي وزم په پام کې نيول دي . د ښاغلي عابد دا بيلگې په مرسته راغواړو :

څنگه چې ښکلي له وعدې نه وځي
داسې مې زړه له ارادې نه وځي
لمر د زرينو وړانگو لاس غځوي
د رڼا ناوې له تيارې نه وځي
ورسره ستا د نامه توري ځغلي
هر اسويلی مې چې له خولې نه وځي
د کوم هوښيار ښکلي په لټه پسې
يو ليونی له ميکدې نه وځي
ښکاري جانانه په ايمان يې وايه
باز به دې کله له پنجې نه وځي
عابد هڅه کو، چې ټول شعري کلمات يې داسې يو انځور رامنځ ته کړي، چې وکړای شي د شاعر د نظر وړ نوښت پر لوستونکو ومني .
زموږ دا شاعر ډېر ځله خپل برسيرن او ښکاره عواطف اراييه کوي، چې له ټولو سره شريک دي . د همداسې شريکو عواطفو موندل او بيا ښکلې اوډنه پر هر چا د شعر د منلو په چاره کې مرسته کوي  . د ښکلا په وړاندې داسې ساده، خو ښکلی او نوی عکس العمل ډېرو احساس کړی، خو په لږو شعرونو کې راغلی دی .

چا پسې ورک زما نظر گرځي
ښکلي چې گورم په ما سر گرځي
په شاعرۍ کې ” مهال“ د عابد همزولی دی . زه د خپلې دغې ادعا د زبات لپاره لاسوندی لرم او هغه د شاعر هنري صداقت دی . شاعر چې د خپل ژوند مهال تنده پوره لمس کړي، ويې زغمي او په وجود کې يې په احساس بدله شي، بيا نو دغه احساس په خورا طبيعي توگه د هنر قلمرو ته راشي او په شعر بدل شي . هغه هم داسې چې دا احساس په پوره صداقت له ټولنې سره شريک شي ، شاعرانه صميميت هم له همدې صداقت څخه سرچينه اخلي . هر کله چې شاعر له خپل مهال سره همزولی شي او خوږه ژبه ولري، نو هنري زيږونې به يې خورا صميمي وي . گران عابد په خپلو غزلو کې همداسې يو صميمي شاعر دی . د عابد غزلې مو ډېرې يادې کړې ځکه د هغه په کتاب کې غزلې ډېرې او نور شعري فورمونه لږ دي. څو آزاد شعرونه هم شته، چې کړای شي په دغه جوله کې شاعر د برياليتوب نښې راڅرگندې کړي ” وروستۍ ټپه“ يو ښکلی تصويري شعر دی، شاعر د خپلې هنري موخې په تمثيل کې بريالی دی او په ډېره ځيرنه هپل هر شعري انځور بشپړ اراييه کوي . ژبه يې هم خوږه ده د ” هائيکو“ گانو په هکله څه نه واسم ويلای، ځکه چې ډېر ورسره بلد نه يم، خو څلورومه هائيکو:
اوس چې اوبه له ورخه تيرې شولې ....
د يوې ښکلې گناه ظريف او سمبوليک اعتراف انځوروي .
زموږ دا شاعر ډېره موده د ” افغان ادبي بهير“ د شاعرانه منارو بلال وي، چې د ښکلا او هنر د مذهب نورو مومنو ”شاعرانو“ ته د مينې د نمانځنو بلنه ورکوي . کله خو دغه بلنې خپله په شعر بدلې شي او له شارع څخه په شعر د شعر د لوستلو هيله شوې ده، ځنې داسې شاعرانه بلنې په دغه ټولگه کې راغلي دي، چې په زړه پورې جوړښت لري .
د عابد په غزلو کې يوه بله ځانگړنه، چې زما تر سترگو شوه، دا وه چې دی د گڼ شمير شعرونو په مقاطعو کې له خپل نوم ”باز“ سره کوتره، زرکه، وزر او دوی پورې اړوند شاعرانه ترکيبونه کاروي، مگر دغه تکرار ته ځکه حسن تکرار ويلای شو، چې هره مقطع بيل خوند او بيل رنگ لري . د دغو کلماتو هره هنري پيښه ډېره ښکلې راغلې ده او لوستونکي ته د ډېر تکرار احساس نه پيدا کوي دا حو بيلگې کتلای شو :
نن ” باز“ ته د زرکو ميرې وويل
سرې سترگې به تورې په کجل کړمه
يا
سپينې کوترې درنه تنگې شولې
” بازه“ يو ورځ به دې وزر ماتوم
او يا هم دا
بيله چې د زاڼو له کتاره شي
” باز “ ته ښايستوکي شان کوتره شي
يا
زرکې وزرماتي دي په غرونو کې دمه کوي
” باز “ يې په هوا نيولې لار ليوني
موږ وينو چې شاعر د هرې کلمې لپاره په بيلا بيلو هنري موقعيتونو کې ځای ټاکي . له ځينو ټاکليو اشياوو سره شاعر ذهنی اړيکي له همداسې بيلگوڅخه ښکاري . خو په دې شرط چې هنري وي او ښاغي عابد دغه شرط بيخي پوره کړی دی .
د پښتو شعر په اوسمهالي بهيرکې ښاغلی باز محمد عابد د غزليزې شاعرۍ ځوان استازی دی، ځکه نوښت، هنري صميميت  او خوږه ژبه د هغه په غزلو کې داسې يو ښايسته ترکيب جوړوي، چې د لوستونکي په اروا کې هنر ته تږي مزي په سندرو راولي .  زه خو وايم  خدای خو دې زموږ د غزل دغه د سرو سترگو لوړ تخيله باز همداسې د هنر پر ښايستوکو کوترو مين لري .
دا تاسو او دا هم د شعر د دوهيو د مستانه قلندر خماري سندرې .
عبدالغفور ليوال
د سلواغې ١٦ مه ١٣٧٨
پيښور