سرُ دې شمه، تال دې شمه، ترنگ دې شم
مات دې شم د شنو بنگړيو شرنگ دې شم

پريــــــــږده چې په سرو غرمو كې پوخ شمه
ستا د ســــپـــيـنې غاړې تور لونگ دې شم
مـــينه، ميــــــنه، مينـــــــه  بـــه راوټـــــــــوكي
راشــــه چـــــې ليـــمو ســره په جنگ دې شم
بس چې لاس مـــې ستــا تـــــر غاړې ورسي
خپل قد نه مې يو په لـــــــسه دنگ دې شم
شين دې شمه، وچ دې شمه، وړه دې شم
ستا سپينو لاسونو ته سور رنگ دې شم

تـــا تـــــــــــــه چې سرور په كې د ميــني وي
بــــــــــــازه تور لوگى دې شمه بنگ دې شم