چُپ به وي او نه کوي شور خلک
څو پورې به دلته وي د زور خلک

شته دی چې اوبو ځينې هم نرم دي
شته دی چې په خوله کې گرځیء اور خلک

وخت به خپلې چارې وکړي تیر به شي
موږ به نه یو دلته به وي نور خلک

یو یې هم زما د زړگي سود نه شو
ډیر که مې په زړه کې کړه انځور خلک

سپین د پرښتو لباس په تن گرځي
دلته چې اکثر وينې زړه تور خلک