ښکار ته چې ښکاري نښه په نښه کړي
داسې مې پرې ټول نظر راټول کړلو
تا چې پرې مرهم لاسونه کيښودل
ما مې پرې د زړه پرهر راټول کړلو
پړق د سپينو ليچو لکه تورې شو
تا چې ترينه تور څادر راټول کړلو
داسې وخت دې راشي چې خلک ووايي
سولې له نړۍ نه شر راټول کړلو
کلکه باز پنجو کې زرکه ونيوه
بيا يې پرې دا خپل وزر راټول کړلو
13.11.2007
- baz
چُپ به وي او نه کوي شور خلکڅو پورې به دلته وي د زور خلک
شته دی چې اوبو ځينې هم نرم ديشته دی چې په خوله کې گرځیء اور خلک
وخت به خپلې چارې وکړي تیر به شيموږ به نه یو دلته به وي نور خلک
یو یې هم زما د زړگي سود نه شوډیر که مې په زړه کې کړه انځور خلک
سپین د پرښتو لباس په تن گرځيدلته چې اکثر وينې زړه تور خلک...
13.11.2007
- baz
د اجمل خټک د غزل پر ځمکه
مرهم لاسونه دې زما پر سينه ږدې او که نه؟جانه پرهر مې د زړگي راټولوې او که نه؟ زما آرمان ستا د وصال جنگ کې شهيد شو گرانېسره لوپټه يې په مزار اوس غوړوې او که نه؟
ډېره موده وشوه زما په خوب او خيال کې اوسېچيرته په ويښه هم زما غيږ ته راځې او که نه؟
د غلچکيو په څير راشې بيا په منډه لاړ شېد ښکليو ياده ما له ځانه سره وړې او که ن...