د اجمل خټک د غزل پر ځمکه                

مرهم لاسونه دې زما پر سينه ږدې او که نه؟
جانه پرهر مې د زړگي راټولوې او که نه؟
 
زما آرمان ستا د وصال جنگ کې شهيد شو گرانې
سره لوپټه يې په مزار اوس غوړوې او که نه؟

ډېره موده وشوه زما په خوب او خيال کې اوسې
چيرته په ويښه هم زما غيږ ته راځې او که نه؟

د غلچکيو په څير راشې بيا په منډه لاړ شې
د ښکليو ياده ما له ځانه سره وړې او که نه؟

تا خو له ډېرو په پنجو کې بڼې وايستلې
(بازه) کوترې سره هم مينه کوې او که نه؟