کله کوم ښه خواړه په ما هم لوروې او که نه؟
سپيره ماموره چې په نس مې مړوې او که؟
ټيپۍ مې شنه شوه په ټيپرو پټاټو سړيه
د کوم ترڅکون قطغ مزه په ما څکې او که نه؟
چيرته د غوا يا مېښې لری که په مخه درشي
راته راوړې يې دا ځواني خو به کوې او که نه؟
د کابل يخو شپو کې تن بړستن کې نه توديږي
د جلال آباد نارنج گوپي راباندې خورې او که نه؟
په کوم خيرات که چيرته پيښ شوې په ايمان يې وايه
ما ته به وريجې د کورتۍ جيب کې راوړې او که نه؟
13.11.2007
- baz
د اجمل خټک د غزل پر ځمکه
مرهم لاسونه دې زما پر سينه ږدې او که نه؟جانه پرهر مې د زړگي راټولوې او که نه؟ زما آرمان ستا د وصال جنگ کې شهيد شو گرانېسره لوپټه يې په مزار اوس غوړوې او که نه؟
ډېره موده وشوه زما په خوب او خيال کې اوسېچيرته په ويښه هم زما غيږ ته راځې او که نه؟
د غلچکيو په څير راشې بيا په منډه لاړ شېد ښکليو ياده ما له ځانه سره وړې او که ن...
13.11.2007
- baz
څومره ژور مې زړه ته کيوتلېڅنگه زړه ور مې زړه ته کيوتلېما وې چې ښه ډېردرته وگورمهپه يو نظر مې زړه ته کيوتلېيو هنگامه مې زړه کې جوړه شولهپه شور و شر مې زړه ته کيوتلېمينې شتمن دې کړم خيرونه د ې ويلکه سره زر مې زړه ته کيوتلېواه د ښکلا ملکې څه دې وکړلڅه په هنر مې زړه ته کيوتلېسکڼی ماښام دې راته ښه رنگين کړزيړ مازيگر مې زړه ته کيوتلېد ښکلا بُت دې په کې وتراشلولکه آذر مې زړه ته کيوتلې٢٠٠٥\١١\٢٩...