څومره ژور مې زړه ته کيوتلې
څنگه زړه ور مې زړه ته کيوتلې
ما وې چې ښه ډېردرته وگورمه
په يو نظر مې زړه ته کيوتلې
يو هنگامه مې زړه کې جوړه شوله
په شور و شر مې زړه ته کيوتلې
مينې شتمن دې کړم خيرونه د ې وي
لکه سره زر مې زړه ته کيوتلې
واه د ښکلا ملکې څه دې وکړل
څه په هنر مې زړه ته کيوتلې
سکڼی ماښام دې راته ښه رنگين کړ
زيړ مازيگر مې زړه ته کيوتلې
د ښکلا بُت دې په کې وتراشلو
لکه آذر مې زړه ته کيوتلې
٢٠٠٥\١١\٢٩
13.11.2007
- baz
کله کوم ښه خواړه په ما هم لوروې او که نه؟سپيره ماموره چې په نس مې مړوې او که؟
ټيپۍ مې شنه شوه په ټيپرو پټاټو سړيهد کوم ترڅکون قطغ مزه په ما څکې او که نه؟
چيرته د غوا يا مېښې لری که په مخه درشيراته راوړې يې دا ځواني خو به کوې او که نه؟
د کابل يخو شپو کې تن بړستن کې نه توديږيد جلال آباد نارنج گوپي راباندې خورې او که نه؟
په کوم خيرات که چيرته پيښ شوې په ايمان يې وايهما ته به وريجې د کورتۍ جيب کې راوړې او که نه؟...
13.11.2007
- baz
کاروان سره د سولې ځو په لور د پيوستونليدلی دی يارانو ما هم زور د پيوستون
ملي وحدت به بيا زموږ وطن کې تامينيږيد هر افغان په خوله کې دی يو شور د پيوستون
د امن تر جنډې لاندې ودان به وي تر تلهپه مينه باندې جوړ چې وي کوم کور د پيوستون
که خدای کول ولس به مو راټول په يو ټغر شيليدلی مې په خوب کې يو انځور د پيوستون
(عابده ) يو ناره له خولی نه باسم د ورورۍادا چې کړمه ژوند کې دا يو پور د پيوستون...