کاروان سره د سولې ځو په لور د پيوستون
ليدلی دی يارانو ما هم زور د پيوستون
ملي وحدت به بيا زموږ وطن کې تامينيږي
د هر افغان په خوله کې دی يو شور د پيوستون
د امن تر جنډې لاندې ودان به وي تر تله
په مينه باندې جوړ چې وي کوم کور د پيوستون
که خدای کول ولس به مو راټول په يو ټغر شي
ليدلی مې په خوب کې يو انځور د پيوستون
(عابده ) يو ناره له خولی نه باسم د ورورۍ
ادا چې کړمه ژوند کې دا يو پور د پيوستون
13.11.2007
- baz
څومره ژور مې زړه ته کيوتلېڅنگه زړه ور مې زړه ته کيوتلېما وې چې ښه ډېردرته وگورمهپه يو نظر مې زړه ته کيوتلېيو هنگامه مې زړه کې جوړه شولهپه شور و شر مې زړه ته کيوتلېمينې شتمن دې کړم خيرونه د ې ويلکه سره زر مې زړه ته کيوتلېواه د ښکلا ملکې څه دې وکړلڅه په هنر مې زړه ته کيوتلېسکڼی ماښام دې راته ښه رنگين کړزيړ مازيگر مې زړه ته کيوتلېد ښکلا بُت دې په کې وتراشلولکه آذر مې زړه ته کيوتلې٢٠٠٥\١١\٢٩...
13.11.2007
- baz
چې ستا کوڅې ته راغلمجوړ ميکدې ته راغلم
په کې توبه ماتيږيداسې شېبې ته راغلم
چې مې په کاڼو وليدادی هغې ته راغلم
شعر کې مې شل نه کړللنډې کيسې ته راغلم
وی ” بازه“ پوخ راغلېما وی يو شپې ته راغلم...