چې ستا کوڅې ته راغلم
جوړ ميکدې ته راغلم

په کې توبه ماتيږي
داسې شېبې ته راغلم

چې مې په کاڼو ولي
دادی هغې ته راغلم

شعر کې مې شل نه کړل
لنډې کيسې ته راغلم

وی ” بازه“ پوخ راغلې
ما وی يو شپې ته راغلم