تا پسې هر دم گرځي
زړه مې چم په چم گرځي

چيرته چې مې زړه غواړي
هلته مې قدم گرځي

ستا مينه زما ژوندون
تن او سيوری سم گرځي

چيرته خو به وگورو
ما پسې صنم گرځي

سترگې بتخانې زما
زړه کې مې حرم گرځي

مينه کې عابد مدام
جگ سر وړي علم گرځي

٢٠٠٦/٠١/٢کابل