لا په پام ږدمه قدم ليونى نه يم
په والله در پسې سم ليونى نه يم

بس يو ستا د ياد بتان مې زړه كې اوسي
نور د دېر او د حرم ليونى نه يم

سنگباري چې د بڼو زما په زړه كړې
اشنا زه خو ستا د چم ليونى نه يم

ته يې راوړې، زه يې ځكه در نه واخلم
كه نه زه څه كوم غم، ليونى نه يم

له كوترې نه پنجو كې بڼې باسې
”بازه“ زه ستا په رقم ليونى نه يم