څومره چې زړه باندې مې هر وخت راوريږي جانان
هومـــــره ســـــاده دی هــــومره ژر مـــروريـــږي جانان

سپيــــــنې روپۍ يې په لمن يوازې شرنگ نه کوي
چې لـــــــمر ته وگوري د لمر غوندې پړقيږي جانان

لکـــــه چــــــې چــــــا ورتـــــه آمــين کــله ويلی نه دی
چـې مــې دُعـــــــــا غــونــدې له لپو نه تويږي جانان

داسې هم نه ده چې په ما يې گوندې زړه سوزيږي
چې ما ته وگوري غوسه ورشي سوزيږي جــــــانان

بازه ازار د کــــــومــــې زاڼــــې تــــور وزرې بــــه وي
چــې پــه لـــږ څـه کــې دې لــه لاســـه ازاريږي جانان