شعرونه
راز
دا راته وايه چې په خير خو راغلې
خدای دې له ما سره ژوندۍ لره
دا ړومبی ځل نه دی چې ما باندې احسان کوې
زما په ژوند دا اوه ديرشم ځل دی،
چې خپله ښکلې څيره ما ته ښايې
وايه کنه د کال اوږدو کې خو به،
زما په څير چا ځورولې نه يې؟
چا درته سپکې سپورې نه دي ويلي؟
چا خو به تا نه نفرت نه وي کړی؟
هو،
ته به خبره نه يې،
غواړم چې تا ته يو راز وسپړمه
تير کال چې ته راتللې،
ستا له راتلو نه فقط يو ورځ مخکې
يو چا له ما ځنې نفرت کړی و
يو چا له ما سره سپيڅلی شان تعهد مات کړ،
يو چا زما په پاکه مينه باندې تور پورې کړ
باور دې وشه، په ايمان يې وايم
پرونۍ ټوله ورځ
د پوره کال انديښنو
يو په يو وځوروم
دومره مې وژړل چې اوښکو مې لمن درنه کړه
شپه راغله شپې په غيږ کې ونيولم
*******
خو نن سهار چې زه له خوبه ويښ شوم
د ماهيپر د غره له هسکې څوکې
ستا سورکي لمر راته د وړانگو غبرگ لاسونه راکړل
نو سم له واره مې د زړه غوږ کې شاعر ملگري وويلې:
عابده بس دی تير په هير وگڼه
نورې د تير کال انديښنې له زړه نه وغورځوه
اوس پوره کال اوښتی
د نوي کال د لمر زرينې وړانگې
درته مينه وايي:
د نوې ورځ تنکۍ شيبې
د کال تر پايه پورې
درته نيکمرغه غواړم
د کابل منډيي، سرای زرداد د ١٣٨٥/١/١