دا نه وايم چې لږ د موسکا جام خو راکووه
بس دا وايم د تشې خولې سلام خو راکوه

د مينې يوه خبره درنه نه غواړم پوهيږې؟
څو ستغې سپورې ما ته څه دشنام خو راکوه

رنگين سهار دې تا ته مبارک وي مبارک
خو ما ته يو غمگين غوندې ماښام خو راکوه

په مينه خو نه گورې په غضب خو راته گوره
د تورو تورو سترگو څه انعام خو راکوه

د خدای په ويړه ځمکه يې ځای نه شته دی يارانو
کوترې ته دې بازه د زړه بام خو راکوه