بيگا مې هوډ کړی و
چې زه به دا خپل نامراده زړگی
د چا په تشه خوله خندا باندې نور و نه بايلم
او نه به چا ښکلې ته، خوږه موسکا وکړم
بيگا مې هوډ کړی و
چې به د تل لپاره
زه د خپل ژوند له کتاب
د چا د نوم توري له بېخه باسم
او بيا به هيڅ کله د چا ښکلې د نوم توري د زړه په ځمکه و نه کرم
بيگا مې هوډ کړی و
چې زه به نور د چا د نوم سره تړلی تعويض
په غاړه نه گرځوم
ځکه چې نوره عقيده مې باندې پاتې نه ده
بيگا مې هوډ کړی و
که هغه ښکلې مې په مخه راشي
هيڅ به ور ونه گورم
ځکه چې زه يې په ليدو باندې لمبه لمبه شم
خو چې سهار له خوبه پاڅيدمه
خدای خبر ولې مې زړه وبوږنيده
هغه ښکلوکي مې په سترگو کې راوټوکيده
او په خپل کړي هوډ مې پښې کيښودې
13.11.2007
- baz
زه لا ماشوم اوم چې مې پلار له لاسه کلک نيولمويل يې ما سره زما په کار کې مرسته کوهځکه په تا باندې مې لاس سپک ويما به ليدل چې مې همځولي ډله ډله له مکتبه وروستهلېرې باغونو ته چکرله دروميما به له ځان سره په زړه کې ويلعجيبه نه ده چې له پلار سره په بند کې اوسمبيا به مې پلار ته ويلپلارجانه ما ته اجازه راکړه چې زه هم د همځولو په څېر، چيرته چکر ووهمخو راته پلار به ويل” زوی جانه هغوی بې غمه دي چې خوشې گرځيزما او ستا په تمه لس خولې د ډوډۍ پ...
13.11.2007
- baz
دا نه وايم چې لږ د موسکا جام خو راکووهبس دا وايم د تشې خولې سلام خو راکوه
د مينې يوه خبره درنه نه غواړم پوهيږې؟څو ستغې سپورې ما ته څه دشنام خو راکوه
رنگين سهار دې تا ته مبارک وي مبارکخو ما ته يو غمگين غوندې ماښام خو راکوه
په مينه خو نه گورې په غضب خو راته گورهد تورو تورو سترگو څه انعام خو راکوه
د خدای په ويړه ځمکه يې ځای نه شته دی يارانوکوترې ته دې بازه د زړه بام خو راکوه...