زه لا ماشوم اوم چې مې پلار له لاسه کلک نيولم
ويل يې ما سره زما په کار کې مرسته کوه
ځکه په تا باندې مې لاس سپک وي
ما به ليدل چې مې همځولي ډله ډله له مکتبه وروسته
لېرې باغونو ته چکرله درومي
ما به له ځان سره په زړه کې ويل
عجيبه نه ده چې له پلار سره په بند کې اوسم
بيا به مې پلار ته ويل
پلارجانه ما ته اجازه راکړه چې زه هم د همځولو په څېر،
چيرته چکر ووهم
خو راته پلار به ويل
” زوی جانه هغوی بې غمه دي چې خوشې گرځي
زما او ستا په تمه لس خولې
د ډوډۍ په انتظار وازې دي“
ما به ويل پلارجانه سمه ده زه کار کومه
اوس چې څه درې لسيزې واوښتلې
ما ته لا ځان د ماشومتوب په څېر بندي ښکارېږي
له شل کلن مهاجرته وروسته
چې خپل وطن ته راغلم
نو دا ياران مې مسافر بولي
او ما ته هم ځان مسافر ښکاريږي
اوس هم هماغه د روزگار غم دی
خو چې بچي مې ياد شي
او زړه مې وغواړي چې کور ته لاړ شم
په خواره خوله له خپل بادار نه اجازه غواړمه
خيرخانه، کابل
د ١٣٨٢ کال د زمري ٢٧ نيټه