دا نه منم چې نه يم له جانان سره يو ځای
والله هره شېبه يې له آرمان سره يوځای

که څه هم څه موده وشوه له ياده يې غافل يم
خو بيا هم راته ځان ښکاري يزدان سره يو ځای

راځئ چې د ژوند ستونزو ته خو لږه غاړه ورکړو
فطرت دی چې ازغي وي او گلان سره يو ځای

د زړه په للمه ځمکه مې د مينې زړي شنه کړه
د چا ياده راځه خو له باران سره يو ځای

يارانو ويل د باز خوا ته ورځو هلته يې گورو
سالک او نثار لاړه له کاروان سره يو ځای