ستا د بنگړو شرنگ راته بلا خبرې زده کړلې
ما خو ستا خبرو نه اشنا خبرې زده کړلې

څه مې له بې وره ميکدې، څه له رندانو نه
څه مې د پيالو له جنگېدا خبری زده کړلې

اوس به مې په زړه باندې يوه خبره نه پرېږدم
تا چې په انکار کې په موسکا خبرې زده کړلې

ښه تاند زلميتوب مې د صوفيانو په حلقه کې و
هلته مې د پير نه د فنا خبرې زده کړلې

چا ته چې مې نيکه مشوره له زړه نه ورکړله
هغه راته ويلې بازه! تا خبرې زده کړلې

                                   ٢١/١٠/٢٠٠٠