دې پسې نه يم چې چا څرنگه نظر کړی دی
ما خو په زړه باندې اکثر د مينې کر کړی دی

اوس خو د بنگو سره يوځای لونگ هم دودوم
د چا د غاړې لونگين په ما اثر کړی دی

ستا د کوڅې له رقيبانو مې ليمه نه سوزي
ما هميشه  شکايت ستا له پورې ور کړی دی

اوس په کې جونې نه ټوليږي څپې ساندې وايي
خو ما سلام د ړنگ گودر هر مازيگر کړی دی

چې مې په خپلو ارادو باندې هم شک پيدا شي
دا مې د ښکلو په وعدو باندې باور کړی دی

چې ستا په بده وي راضي وطنه! موږ نه، نه دي
ښه په مېړانه باز له هغو سره شر کړی دی