پېښوره 

اوس خو ته داسې خپه خپه ښکاريږې
لکه تار تار پښتنې څڼې پريشانه
ستا کوڅو کې د مرګونو قاصد ګرځي
د ژوندون سٌر او سندره نه يې ګرانه 

له پرديسه چې به ستړی ستړی راغلم
پېښوره ستا په غېږ کې  به دمه شوم
چې خمار به مې په سترګو کې راشين شو
ستا په يو نظر کتو به زه نشه شوم 

اوس خو ستا له هره کوره ساندې خيژې
ستا فضا خو په سندرو وه ودانه
کوم شيطان درته په بد نظر کتلي
چا داور په لمبو واړوې جانانه 

ستا له ښاره هديره ده جوړه شوې
خاموشي دې په هر لور خوره وره ده
هغه ستا او د کابل تر منځ چې لار وه
اوس په وينو باندې سره هغه دره ده 

ته چې داسې پريشانه مالوميږې
چا جړ کړی په جبين درته اوربل دی
ستا له ونو نه مرغيو کډې کړي
پېښوره په باغونو دې اور بل دی 

انديښنو په کې لښکرې درولي
د زړګي بازاره څه درباندې وشول
د بمونو اوازونه په هر لور دي
د ګلونو ښاره څه درباندې وشول

 ډېر پخوا راته يو چا ويل عابده
پيښور د افغانانو مدينه ده
خدايه ته يې په امان کې نوره ساته
سمندر کې د اور ګيره سفينه ده 

بازمحمد عابد

١٣٨٨د جوزا ٢٨ نيټه