زما د ژوند د اميدونو سپين سحر جانانه
سکڼی ماښام درته يادېږي که نه؟
ما نه د ژوند په وركو لارو مرور جانانه
سكڼې ماښام درته ياديږي كه نه؟
له خپله ځانه او جهانه بې پروا گرځېدو
د ماشومتوب څومره ښايسته دوره وه
چې لاس تر غاړې به له نازه به هوا گرځېدو
د زلميتوب څومره ښايسته دوره وه
لاس په نامه به درته زه ومه اکثر جانانه
هغه اکرام درته ياديږي که نه؟
اوس هم ځوانان د خوړ په غاړو کې ټوليږي که نه
زموږ د کلي مازيگر څنگه دی؟
د چټو پيغلو په کې اوس منگي ماتيږي که نه
هغه لمبه لمبه گودر څنگه دی؟
تا به شراب د موسکا راوړه له کوثر جانانه
د شونډو جام درته ياديږي که نه؟
هغه چې ما و درته جوړ په هنرمندو گوتو
هغه منگی درسره شته او که نه؟
هغه چې تا به هميشه زما جاگير گڼلو
هغه زړگی در سره شته او که نه؟
چيرته پريوتی خو دې نه يم له نظر جانانه
د زلفو دام درته ياديږي که نه؟
ستا د پاوليو د شرنگا چې ترنم نه راځي
اوس مې سندرې سر و تال نه نيسي
ښکلي به ډېر وي خو نظر کې مې يو هم نه راځي
څوک مې دا ستا په څير په فال نه نيسي
چې ستا د ماتو بنگړو تور يې وړو په سر جانانه
د باز ناکام در ته ياديږي که نه؟
١٦/ ٦/