چې په خبرو کې د ناز او ادا قند وتړي
ډېر مين زړونه به په زلفو بند په بند وتړي

هلته به زه په خپل وجود باندې باور پيدا کړم
که د لاس نخښه مې څوک ښکلې په مړوند وتړي

اوبه اوبه به کړي زما د زړگي واړه شاړه
که په گرېوان راته د سپينو اوښکو بند وتړي

يو څو درانه سرونه په نېزه کې  رانه واخلي
د مرگ قاصد راشي زموږ د کلي ژوند وتړي

داسې بدرنگه زمانه خو خدايه را نه ولې
چې د عابد نه تخيل وتړي اند وتړي