توره شپه کې ورته جړ مې تور وربل دی
خلکه چا د تورې شپې نيولی غل دی
بيا يې گونځې په تندي کې غځېدلي
بيا چې ښکلی راته نه گوري څه چل دی
خېر دی لاړه به شي، لږه سا خو واخله
د تلوار دې لا تازه پرونی پل دی
بس دعا کوه لونگ چې راپاخه شي
د ځونډيو جوړلو مې تکل دی
بازه دا دې لا څه ټوکې دي را اخيستي
د کوترو په وزرو دې جوړ غزل دی
12.11.2007
- baz
ډېره موده وشولهچې ” برکنډو“ باندې د وريځو لړې نه ښکاريږياو د خوړ غاړو کې رېدي راټوکېدلي نه دي
ډېره موده وشولهد ” غره زيارت “ ته خلک نه ورخيژېوايي روسانو يې په لارو کې بمونه ايښيچې کليوالو به ثواب لپارهپه لپو لپو ترينه وڅښې اوبههغه ” بزرگه چينه “ اوس وچه ده
ډېره موده وشولهچې د گودر لارې مو شړې پرتېځکه زموږ کليوال چېرته په کډه تلليپه بيرته بيا نه راغلل
ښه مې په ياد ديد مکتب ها گلالو وړو بهد الفبا سندرهپه ازانگو...
12.11.2007
- baz
چې په خبرو کې د ناز او ادا قند وتړيډېر مين زړونه به په زلفو بند په بند وتړي
هلته به زه په خپل وجود باندې باور پيدا کړمکه د لاس نخښه مې څوک ښکلې په مړوند وتړي
اوبه اوبه به کړي زما د زړگي واړه شاړهکه په گرېوان راته د سپينو اوښکو بند وتړي...