د آرمان زړي مې د زړه پر ځمکه
کلونه وشول چې د چا ښکلې په نوم شيندلي
او وخت په وخت مې پرې د اوښکو بارانونه کړي
خو لا يې تېغ چېرته وهلی نه دی
دا کوم هوښيار سړي رښتيا ويلي
چې په مالگينو اوبو فصل نه شي
نو څه موده به کيږي
چې زه د اوښکو د څڅوبي پر ځای
د خيال مويک راواخلم
انځورومه د چا ښکلې تصوير
وختونه اوړي او زما د تخيل غيږې ته
خپله ځولۍ کې تصويرونه راوړي
د چا ښايست له ټول رنگونه راوړي
زه تصويرونو ته په ځير گورم
ښه په دقت ښه په تدبير گورم
زما ايډيال يې تصويرو کې نه وي
فطري ښکلا يې په رنگو کې نه وي
خو لا مايوسه نه يم يون کومه
د خپلې ورکې مې لټون کومه
مويک په لاس د چا تصوير جوړوم
ليدلي خوب ته مې تعبير جوړوم
١٤/٧/٢٠٠٠
12.11.2007
- baz
زما د ژوند د اميدونو سپين سحر جانانهسکڼی ماښام درته يادېږي که نه؟ما نه د ژوند په وركو لارو مرور جانانهسكڼې ماښام درته ياديږي كه نه؟
له خپله ځانه او جهانه بې پروا گرځېدود ماشومتوب څومره ښايسته دوره وهچې لاس تر غاړې به له نازه به هوا گرځېدود زلميتوب څومره ښايسته دوره وهلاس په نامه به درته زه ومه اکثر جانانههغه اکرام درته ياديږي که نه؟
اوس هم ځوانان د خوړ په غاړو کې ټوليږي که نهزموږ د کلي مازيگر څنگه دی؟د چټو پيغلو په کې اوس منگي ماتيږي که...
12.11.2007
- baz
چې شرنگ يې د پاوليو شي سندرې زيږويدا ښکلې خو خبرو نه خبرې زيږوي
نظر يې د بنگال په کرتبونو کې پوخ کړینازونه چې يې سترگې سحرگرې زيږوي
زما د اوښکو څاڅکي بې بها، نه دي يارانود مينې سمندر کې مرغلرې زيږوي
نښتر که ترينه لاړه زموږ غرونه دې ژوندي ويپه غېږه کې مماڼې او گرگرې زيږوي...