چې شرنگ يې د پاوليو شي سندرې زيږوي
دا ښکلې خو خبرو نه خبرې زيږوي
نظر يې د بنگال په کرتبونو کې پوخ کړی
نازونه چې يې سترگې سحرگرې زيږوي
زما د اوښکو څاڅکي بې بها، نه دي يارانو
د مينې سمندر کې مرغلرې زيږوي
نښتر که ترينه لاړه زموږ غرونه دې ژوندي وي
په غېږه کې مماڼې او گرگرې زيږوي
د وخت سختو سيليوو ترينه ټولې بڼې وړي
باز غره کې چېرته ناست دی نوې پرې زيږوي
12.11.2007
- baz
د آرمان زړي مې د زړه پر ځمکهکلونه وشول چې د چا ښکلې په نوم شيندلياو وخت په وخت مې پرې د اوښکو بارانونه کړيخو لا يې تېغ چېرته وهلی نه دیدا کوم هوښيار سړي رښتيا ويليچې په مالگينو اوبو فصل نه شينو څه موده به کيږيچې زه د اوښکو د څڅوبي پر ځاید خيال مويک راواخلمانځورومه د چا ښکلې تصويروختونه اوړي او زما د تخيل غيږې تهخپله ځولۍ کې تصويرونه راوړيد چا ښايست له ټول رنگونه راوړيزه تصويرونو ته په ځير گورمښه په دقت ښه په تدبير گورمزما ايډيال يې ت...
12.11.2007
- baz
له چا به مروره وه هغه د سين په غاړهڅپه چې ورته پښو ته پريوته د سين په غاړه
د سپينې خولې په طمعه يمه چا ښکلې ساتلیاوس ځکه تېروم هره غرمه د سين په غاړه
ته وا که د لونگو کرونده په کې پخه دهسحر او مازيگر يې وي وږمه د سين په غاړه...