له چا به مروره وه هغه د سين په غاړه
څپه چې ورته پښو ته پريوته د سين په غاړه

د سپينې خولې په طمعه يمه چا ښکلې ساتلی
اوس ځکه تېروم هره غرمه د سين په غاړه

ته وا که د لونگو کرونده په کې پخه ده
سحر او مازيگر يې وي وږمه د سين په غاړه

د سين د غاړې خلک يو په ژبه يې پوهيږو
د زوږ د ترنم يې وي نغمه د سين په غاړه

د مينې يو غمزه مې ارادې کاندي بدلې
اکثر چې رانه ماته شي توبه د سين په غاړه

جانان په تصور کې راته ورو په غوږ کې ويلې
راځه بازه چې جوړه کړو يو شپه د سين په غاړه