په ازغنو لارې سر وي
او په يبلو پښو مزل کړي
د زخمي لاسونو خاپي
رنگيني د خپل غزل کړي
*********
ستوري راوړي په لمن کې
دا په چا باندې مين دی؟
چې هوا کې څراغ بل وړي
نو رڼا باندې مين دی
*******
کوم تصوير ورځنې ورک دی
کاڼي شي ورته هيندارې
خپل مرام ته به رسيږي
لټوي چې ورکې لارې
******
چې جهان پرې ښايسته شي
د آسمان ستوري اميل کړي
د جانان سپينې سينې ته
د غزل توري اميل کړي
*******
بدرنگۍ ته نه ورگوري
ښکلا ټوله کړي راټوله
يو له جنگه يې نفرت دی
خوښوي نړۍ کې سوله
*******
وايي وخت د تورې نه دی
ستن راواخلئ عزيزانو
دا شليدلی گريوان گورئ
دا گنډل غواړي يارانو
٢٠٠٦/١١/٢٣