چې بې پروانه زه له خپل ځان شومه
ايله چې اوس جانان ته گران شومه
چې به شمال د چا وږمه راوړله
زه به په باد پسې روان شومه
چا تندی تريو کړ څوک موسکی غوندې شو
د چا رقيب د چا جانان شومه
په نيم نظر چې رانه  ټول زړه يوسي
ښکلو ته زه څومره ارزان شومه
کله په بله رانه مخ اړوي
کله  يې سترگو کې عيان شومه