د پسرلي تر ښکلا دنگ جانانه
پر سينه وکره لونگ جانانه
نن به دې ښه په ديدن ځان مړوم
نن دې تر ډېره يم تر څنگ جانانه
دا چې ډېر ډېر درته ځير ځير يمه زه
دا مې بلا ډېر څښلي بنگ جانانه
لږ خو راوگوره د خدای په خاطر
لږ خو مې ومنه قلنگ جانانه
کله به ته هم په چا زړه وبايلې
کله به ته هم شې ملنگ جانانه
که مولا تا زما تر خوا راولي
وبه گټم بايللی جنگ جانانه
٢٠٠٦/١١/٢٦کابل
13.11.2007
- baz
په ازغنو لارې سر وياو په يبلو پښو مزل کړيد زخمي لاسونو خاپيرنگيني د خپل غزل کړي*********ستوري راوړي په لمن کېدا په چا باندې مين دی؟چې هوا کې څراغ بل وړينو رڼا باندې مين دی*******کوم تصوير ورځنې ورک دیکاڼي شي ورته هيندارېخپل مرام ته به رسيږيلټوي چې ورکې لارې******چې جهان پرې ښايسته شيد آسمان ستوري اميل کړيد جانان سپينې سينې تهد غزل توري اميل کړي*******بدرنگۍ ته نه ورگوريښکلا ټوله کړي راټولهيو له جنگه يې نف...
13.11.2007
- baz
مه راکوه غم سترگې راواړوهته او خدای صنم سترگې راواړوه
ستا ښکلا به لپې لپې وڅښمهگوره راته سم سترگې راواړوه
تل د ستمگرې ادا ناز وړمهنن وکړه کرم سترگې راواړوه
ټول به دې په سترگو کې راټول کړمهته خو په يو دم سترگې راواړوه
ما مې درته زړه په لار کې ايښی دیکيږده پرې قدم سترگې راواړوه٢٠٠٦/١١/٢٩ کابل...