مه راکوه غم سترگې راواړوه
ته او خدای صنم سترگې راواړوه

ستا ښکلا به لپې لپې وڅښمه
گوره راته سم سترگې راواړوه

تل د ستمگرې ادا ناز وړمه
نن وکړه کرم سترگې راواړوه

ټول به دې په سترگو کې راټول کړمه
ته خو په يو دم سترگې راواړوه

ما مې درته زړه په لار کې ايښی دی
کيږده پرې قدم سترگې راواړوه
٢٠٠٦/١١/٢٩ کابل