د يارانو تبصرې
ډالۍ
د بازمحمد عابد دا لاندې غزل چې ما لوست نو له مخې سره مې د عابد مينه ناک زړه او مينه ناکه څيره مخې ته ودريده او دوه بيتونه مې بې واکه له خولې ووتل او همدې عابد ته مې ډالۍ کړ. د عابد د هغې غزلې يوازې دوه بيتونه ليکم او بيا خپل دوه بيتونه چې عابد ته مې ډالۍ کړي دي.عابد ليکي:څه سر مې خوږيږي چې يار ي کومبس دی نوره خپله غريبي کومخير دی که په ګرانه راته پريوزيزړه نه دې وباسمه خواري کومزه ليکم:ته کشتۍ د بخت له کوم توپان وباسې؟ته خو مينه کې نور
باز د مينې او ښکلا ملنګ شاعر
باز دا دى د خپلو شعرونو دريمه مجموعه [ جانانه کله خو راپېښه وکړه] زموږ مخې ته کېښوده او په دې مجموعه کې يې د خپلو دوو نورو چاپ شويو مجموعو [ لو دى د لونګو او د نکريزو پاڼه] شعرونه هم ځاى پر ځاى کړي او د عابد صيب دليل دادى چې ددوو پخوانيو ټولګو حجم کم و نو ځکه خو دده زړه پرې اوبه نه څښلې او دا ځل يې درې واړه سره غاړه غړۍ کړي.په دغه مجموعه کې باز هغه څه راټول کړي چې دده ذوق يې غواړي او مينه ورسره لري. د نړيوال فيلسوف شکسپير دا وينا مې ډېره خوښه ده چې وايي د انسا
بهير او عابد
مونږ خپل ډيره فرهنګي ملګري دافغان ادبي بهير په انګړ کې وموندل. هغه مهال چي بهير په پيښور کې دشاه دوشمشيره په ليسه کې خپلې اونيزې غونډې پيل کړې، نو زه هم ديوملګري په ملتيا يوه ورځ دبهير پردروازه ورپيښ شوم. په شمار دولس ، ديارلس تنه به دليسې په انګړکې دشاګردانوپرهغو چوکيوو ناست وو چې له ټولګيوو به بهيروالو راويستلې وې. غونډه لا نه وه پيل شوې، بهيروالو په خپلو منځوکې خبرې سره کولې. شيبه وروسته يوله ونې دنګ ځوان(ارواښادامان الله ساهو) چې پرمخ يي توره برس
باز د مينې په انداز کې
د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په گډا کړهمرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخـــــــلا کړهپه نظـــــر رابانـــدې وڅښــه، د ښکلا د مۍ جامونهاوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړهد زړگـــي پـــه للمــه دښـــته، د ارمـان زړي کرمهد بـــــاران په شان وريږه، چيرته شنه مې تمنا کړهتخـــــيل کـــــــــې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُتبُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړهڅنگه غلـــــی ناست يې بازه؟ وزرونـه دې
د ”باز“نامريي ځواك
زموږ په فولکلوريک ادب کې باز تل د لوړ بخت نښه ګڼل شوى دى. که د چا په اوږه به باز کېناست، نو هغه به په فولکلوريکو کيسو کې ضرور واکمن يا پاچا کېده. نو دا دى د ډېرو مودو وروسته د پښتو کيسې پر ځمکه يوه باز ناسته کړې ده. خداى دې زموږ د افسانو دا خبره رښتيا کړي، چې پر اوږه د باز پر ناستې سړى پاچايي ته رسېږي. زه باور لرم چې د پښتو کيسې پر ځمکه د باز پر دې ناستې به د پښتو داستاني ادب مخ پر وړاندې لاړ شي، پرمختګ به وکړي او که خداى کول د پاچايي تر پوړيو به ورسېږي.دغه پښتون بازچې زه يې دا لومړنۍ کيس
عابد په نامريي ځواک کې
نه يوازې زموږ په هيواد بلکې په ټوله نړۍ کې له پخوا زمانو راهيسې د شعر او نظم حکمراني ښه په درز کې روانه وه. خو دوخت په تيريدو ورو ورو د شعر او نظم د حاکميت واګې سستې شوې او ځای يې نثر ونيوه.د پښتو ادب په نړۍ کی لا تر اوسه د شعر او نظم حکمراني هماغسې په خپل ټول قوت او زور چليږي. په هر کال کې په لسګونو شعري ټولګې له چاپه راوځي، خو د نثري کتابونو چاپ بيا د ګوتو په شمار دی. بازمحمد عابد هم د نورو پښتنو ليکوالو په څير لومړی خپل قلم په شعر خوځولی دی، خو په دې وروستيو وختونو کې يې سمدلاسه د شعر له ن
د غزل ” باز “ او د هنر کوترې
خدايزده چې د بني آدم په ارواح کې يې ولې داسې مزی پېيلي دي، چې د موسيقي له شرنگ سره په گډا راځي او د غزل په اوريدلو او يا لوستلو سره غزونې کوي . خبره د غزل او موسيقۍ په وروولۍ او خورلڼۍ کې نه ده، پوښتنه د دې ده، چې کله خو ځينې غزلونه د خپل هر بيت له خوندور سُر و تال سره ځان يو گام موسيقي ته نږدې کوي.زه دلته د غزلونو وزني رغښت هم نه يادوم، څه ډؤل ووايم؟ موخه مې په شعر کې يو ډول پټ ” خوند“ دی، چې د پښتو غزل په اوسني بهير کې يې ځان په نويو ريښو ټينگ کړی دی او همدا ځانگړنه (چی زه يې د خپلې ژبې د ل
له عابد نه مې باز ډېر خوښيږي
د ټولو عابدانو په مخ کې دې ديوال وي. زه زموږ د بهيرونو او زموږ د بنډارونو بازمحمد عابد يادوم. څو ځلې مې ورته ويلي دي چې هلکه بازه! که نور نومونه درباندې دريدلي دي نو باز خو دې خپل نوم دی او د عابد پر ځای د غزلونو په مقطع کې باز راوله. او بيا له تا نه خو هغه ظالم باز نه جوړوو چې د زرکو او زاڼو او سپينو کوترو په وينو يې منگولې سرې وي. باز په موسکا کې راته وايي چې نه، زه د عابد نوم نه بدلوم. ځکه چې دا نوم پر ما باندې ” چا “ ايښی دی.موږ نه پوهيږو چې هغه ښکلی څوک به څوک وي چې باز يې عا