د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په گډا کړه
مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخـــــــلا کړه
په نظـــــر رابانـــدې وڅښــه، د ښکلا د مۍ جامونه
اوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه
د زړگـــي پـــه للمــه دښـــته، د ارمـان زړي کرمه
د بـــــاران په شان وريږه، چيرته شنه مې تمنا کړه
تخـــــيل کـــــــــې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُت
بُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه
څنگه غلـــــی ناست يې بازه؟ وزرونـه دې خواره کړه
د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه
دا په تخيل كې د مينې د ښكلا بت جوړونكى بازمحمد عابد دى، چې له نن څخه ۴۰ كاله مخكې د ننګرهار ولايت د بېسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په كلي كې د شهزاده په كور كې، زېږېدلى دى.
عابد تر يوولسم ټولګي پورې زده كړې پخپل كلي كې وكړې او بيا يې د هجرت سختيو ته مټې ونغاړلې. په پېښور كې يې له كار او روزګار سره سره ايله دومره وكړاى شول، چې د شاه دوشمشېره له لېسې څخه د دولسم ټولګي برى ليك تر لاسه كړي.
عابد له په دوه زرم ميلادي كال كې، د عرفان کلتوري مرکز له خوا د خپريدونکى پښتو او فارسي درې مياشتنۍ سپيدې مجلې مرستيال و او پوره دوه كاله يې په دغه مجله كې كار وكړ. د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کې يې له بي بي سي راديو سره د نشراتو په برخه کې په کار پيل وکړ، چې لا تر اوسه هم په نوموړې اداره كې په دنده بوخت دى.
دى لا ووړ و، چې د شعر باز يې وزرونه وكړل او پخپلو منګولو كې به يې د غزل او سندرو كوترې ښكارولې، لكه پخپله چې وايي: ( د لس دولسو كلونو په عمر به وم، چې زما پلار به په ټيپ كې د محلي سنرغاړو سندرې اورېدې او ما به كله كله  ځينې دغه سندرې، په كتابچه كې ليكلې او بيا به تر ډېره وخته مې ګردانولې او په كتابچو كې به راسره وې. چې په لنډو كې ووايم د شاعرۍ حس له هماغه وخت نه راسره و، خو شعر مې نه شو ويلى. كله چې له خپلې كورنۍ سره پېښور ته مهاجر شوم، تقريبا پنځه شپږ كاله وروسته مې هوډ وكړ، چې تعليم وكړم، خو اقتصادي وضعه مې دومره ښه نه وه، چې هم دې كار وكړم او هم تعليم، نو خپله تنده مې د مقاومتي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بلا خره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په ما کې د شاعرۍ او ليکوالۍ تومنه پېدا کړه. سربېره پر دې هلته په پېښور كې ځينې ازادې فرهنګي ټولنې هم وې، چې ډېرې ښې ښې مجلې يې چاپولې، لكه خپلواكي، قلم او داسې نورې مجلې، چې دا د وخت اهل قلمو چلولې، هغه وخت كې زه د دوى له نومونو سره صرف په كتابونو كې اشنا شوى وم، د دوى كيسې، ليكنې او شعرونه به مې لوستل، بالاخره دغې مطالعې زه وهڅولم، چې زه هم د شعر په ليكلو پيل وكړم، كله چې ما په شعر ويلو باندې پيل وكړ)
عابد په روايتي او ډېر ساده انداز شاعري پيل كړې، چې تراوسه هم دغه خوند او رنګ په كې شته او لوستونكي ژر ځانته راماتوي. خو عابد ډېر ژر روايتي انداز پرېښود او تغزلي انداز ته يې مخه كړه او خپل دغه پرمختګ د خپلو فرهنګي ملګرو او افغان ادبي بهير له بركته ګڼي: ( ما په لومړي سر كې په روايتي انداز كې شاعري كوله، يو نيم شاعر چې به مې پيژانده، هغه ته به مې ښوده، هغوى به خپل نظر راكاوه او په دې ډول ما فرهنګي ياران پيدا كړل او په دغه بهير كې ورګډ شوم، كله چې په دغه بهير كې ورګډ شوم ما پخپل شعر كې روايتي انداز وپيژانده او د نورو خلكو په شعرونو كې مې تغزل وپيژندو. دغه تغزل پيژندل او له روايت نه راوتل ما له همدغه فرهنګي يارانو نه زده كړل)
باز په همدې انداز د شعر دنيا ته مخه وكړه او دا دى له لسو كلو راهيسې د يوه نامريي خو ښكلي ځواك په مټ كله د ښكلا د ناوې لاسونو ته د نكريزو پاڼې راټولوي او كله هم د لونګو د لو سندرې بولي.
عابد په پېښور كې د افغان ادبي بهير له بنسټ اېښودونكو څخه دى او همدغه بهير ته په ورګډيو سره د هغه شعر او شاعري وده ومونده او ډېر ساده  روايتي انداز يې په ښكلى هنري انداز بدل شو. دا چې په دې بهير كې يې چا تر نورو ډېر لاسنيوى كړى، پخپله وايي:
سيورى مې پر سر د پسرلي ګرځي
شكر د وږمو د بهير غړى يم
دلته له پسرلي څخه مراد د افغانستان لوى غزلبول او نازكخيال شاعر محمد صديق پسرلى دى، چې له دغې لارې يې ګڼ شمېر ځوان شاعران روزلي دي او د وږمو له بهير نه يې موخه ياد افغان ادبي بهير دى.
تر اوسه د عابد درې د شعرونو ټولګې چاپ شوې دي، لومړۍ يې د نکريزو پاڼه نومېږي، چې په ۱۳۷۶ لمريز كال كې ناهيد کتاب خپرولو موسسې چاپ کړې ده. بله ټولګه يې لو دى د لونګو نومېږي، چې په ۱۳۷۹كې د هيلې دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. جانانه كله خو راپېښه وكړه د عابد درېيمه شعري ټولګه ده، چې د لومړۍ او دويمې ټولګې پر شعرونو سربېره نوي شعرونه هم په كې خوندي دي، دغه ټولګه د ۱۳۸۶ په پيل كې چاپ شوې ده.
نامريي ځواك د ښاغلي عابد د لنډو كيسو ټولګه ده، چې په ۱۳۸۳ لمريز كې چاپ او خپره شوې ده.  
عابد اساسا د غزل شاعر دى او د هغه په هر غزل كې له ډېرې ښكلا او ظرافت سره سره عاطفه او صميميت په څپو دي. د هغه هر بيت له صميميت نه يو ډك بيان دى. دا يې هغه بيتونه دي، چې مينه او صميميت په كې څپې وهي:
څه ښه وو چې جانان په تصور كې راته وېلې
راځه كېنه دمه شه زوروره چېرته درومې
كه مې مراد په زيارتو شي پوره
زه به دسمال په هر مينار تړمه
لاس او پښې وهمه ستړى ستړى يم
مينه كې دې داسې اوبو وړى يم
مه مې غورځوه د غورځېدو نه يم
ومې كره شين به شمه زړى يم
وا مې خله د سترګو په كونجونو كي
ښكليه په نظر كې مې راونغاړه
پرېږده چې ښايست ته دې لوګى شمه
سفند مې كړه مجمر كې مې راونغاړه
ما د خولګۍ تمه كې ونه ساتې
زه خو لا دومره نازولى نه يم
بښنه غواړم په حاظر محفل كې
د چا په سترګو كې خو خلى نه يم
دا چې ښكلا را ته په هر څه كې څركونه وهي
سحر وختي مې ستا په ښكلي مخ نظر وينځلى
د عابد په شعر كې د ساده صميميت او ساده تغزل په اړه د هيواد نوميالى ليكوال او شاعر استاد محمد اصف صميم وايي:( عابد په شاعرۍ كې يو ډېر ساده تغزل لري، د ده د شاعرانه ودې نقش او د ده په شاعرانه ارتقا او پرمختيا كې چې كوم اثر پروت دى، په دغه اثر كې پخپله د ده د شخصيت نماينده ګي ده، خو سره له دې هم زه دا د عابد شاعري نه ګڼم ځكه دا د يوه چاپيريال شاعري ده، دا هجرت د محيط او ماحول شاعري ده. د ده شاعري يوه ساده سپيڅلتيا او ساده تغزل لري او د همدې تغزل له امله زما په زړه كې يې ځاى نيولى او څومره حد كې مې، چې د ده شاعري لوستې د هغه په رڼا كې د ده او د ده د شاعري تصوير ايستى شمه، ما ته په دې تصوير كې يوه ډېره مترنمه، رنګينه او متغزله شاعري ښكاري. زه ځكه د ده په شاعرۍ وياړم، چې د ټولنيزو مصروفيتونو له كبله د ده د لوست ساحه محدوده پاتې شوې خو بيا هم په شاعرۍ كې يې يوه داسې  رنګيني، اثر او قوت شته، چې د ډېرو پرمختللو شاعرانو په هنر كې به نه وي)
كه څه هم د عابد اكثر كلمات او مفاهيم تكراري برېښي، خو كمال يې په دې كې دى، چې غزليز كلمات او انځورونه غوره كوي او د خپل غزل هر بيت په سندريزو كلماتو او انځورونو پسولي او خامخا يوه نوې خبره په كې رانغاړي.
پر دې سربېره د عابد يو نوښت دا هم دى، چې د لومړي ځل لپاره يې پخپل شعر كې د مار مونثه ماره راوړې، هغه هم په ډېره خوندوره بڼه، چې دې كلمې د ده غزلونو ته يوه نوې او تازه ښكلا ور بښلې ده:
هوده د مينې پرې اثر نه كوي
د سينې دښته كې مې ماره ګرځي
د روح سرود مې ورته بيم غږوي
د سينې دښتې ته مې ماره راځي
د روح بيم غږومه چېرته ماره لټوم
اوبو غوندې د غره لمن كې لاره لټوم
ساده ګي او رواني د عابد د غزلونو يوه بله ښكلې ځانګړنه ده، د هغه حتى په يوه غزله كې هم پېچلتيا او ابهام نه تر سترګو كېږي، هر څه په پوره صميميت او ساده انداز كې بيانوي، خو غزلونه يې بيا دومره ساده هم نه دي، چې عادي خبرو ته دې ورته وي.
نازكخيال شاعر او تكړه ليكوال پير محمد كاروان، چې تر ډېره د ده د ادبي بنډارونو ملګرى پاتې شوى، د شعر او شاعرانه صميميت په اړه يې وايي: ( نهه لس كاله وړاندې، چې ما د وفا په دفتر كې د وفا اخبار او خپلواكۍ مجله كې كار كاوه، يو وړوكى ، ښايستو كى، لږ لونګو غوندې يو ځوان، چې وروسته ما ورته يو موټى  لونګ وايه، راغى. ما فكر وكړ، چې دى به زموږ د كوزې پښتونخوا له ورونو څخه وي، دى راته خپل يو غزل واوراوه، چې يو بيت يې اوس هم راته ياد دى:
زما خټې تمنا د ميكدې د جام لرله
خو كوزه يې د جومات كړم په لمسون كلال د چا و
دې كې يوه رنګ اميزي، تغزل او يو صوفيانه رنګ هم و، خداى شته چې دغه بيت راباندې ډېر خوږ ولګېده. ما داسې ګمان وكړ، چې ګوندې دى به د پېښِور له شاعرانو څخه وي، نو ورته ومې ويل، چې په پېښور كې د كوم ځاى يې؟  هغه موسكى شو، ويې خندل او ويې ويل، چې زه خو افغان يمه. زه هم پاڅېدمه غيږ كې مې ونيو او ښكل مې كړ. تر هغه وروسته ډېر مو سره ليدل او في البديهه مشاعرې مو سره كولې، بيا مو د مشرانو شاعرانو په ګډون افغان ادبي بهير جوړ كړ او كال دوه وروسته د ده د شعرونو يوه ټولګه چې د نكريزو پاڼه نومېده چاپ شوه. په مجموع كې عابد په لنډ بحر كې لنډې خو ښكلې، خوږې او ژوندۍ غزلې ليكي، د غزلونو خواږه يې سړي ته د خاطر شاعري رايادوي. په لنډه كه يې ووايم د عابد شاعري ډېره خوږه، ساده او روانه شاعري ده)
د غزل يو كيفيت د هغه سندريز والى دى او ښايي د همدې كيفيت له بركته هم غزل زموږ د ټنګ ټكور ا و حجرو دېرو څراغ دى. د عابد غزلې كه ښكلي دي يو لامل يې همدا دى، چې ډېرې سندريزې دي. همدې كيفيت د عابد ډېر شعرونه ذهن نشېنه كړي او د ډېرو ملګرو په يادو زده دي، په تېره بيا دا بيت خو يې مدام د ملګرو په خوله وي:
مه وېرېږه، خوله مې نشته، نه دې خورم
زار نه لرم مار نه يمه پړى يم
د عابد خيال اوچت دى او كمال يې په دې كې دى، چې خپل خيال په سم ډول بل ته كه هغه لوستونكى وي او كه اوريدونكى رسولى شي. ځوان شاعر نذير احمد نذير، چې د عابد د شعرونو يو ښه مېنه وال دى، د هغه په شعر كې همدې قوت ته ځير شوى دى: ( د عابد صاخب كومې مجموعې ، چې تر اوسه چاپ شوي دي ما لوستې دي، نوي او ښكلي تركيبونه په كې راغلي دي، ځينې بيتونه يې چې په دغو تركيبونو پسولل شوي دي، زما ډېر خوښېږي. مثلا دا غزل يې:
دا چې زه يې سره لمبه كړم اتشي جمال د چا و
ابدي فراق يې راكړ د يوې شپې وصال د چا و
زنكېدمه، تاوېدمه د پريشانه زلفو خيال كې
اوس چې خاورو كې رغړېږم ها رنګين خيال د چا و
زما خټې تمنا د ميكدې د جام لرله
خو كوزه يې د جومات كړم په لمسون كلال د چا و
د هستۍ په ښاريه كې د نيستۍ سودا وه ګرانه
د عابد خودي په تن وه وايه نور مجال د چا و
په مجموع كې د عابد شاعري همداسې ښكلې او له عينې او ذهني انځورونو او خيالونو ډكه  شاعري ده. څه يې زړه غوښتي، هغه يې په ښه توګه بيان كړي او خپل خيال يې په ښه توګه لوستونكو ته رسولى دى)
عابد په بيلابيلو فورمونو كې خپله طبعه ازمايلې ده، هم غزل ليكلى، هم يې نظمونه ليكلي او هم يې ازاد شعرونه ويلي دي، خو د رنګ، ښكلا، ژبې او خوږلنۍ له كبله غزلونه يې ډېر اوچت او خوندور دي. نذير هم همدا خبره كوي او وړاندې وايي، چې د غزلونو ښكلا يې په دې كې ده، چې خپل خيال په كې په سمه توګه رسوي او د جذب قوت يې زيات دى. نذير د پورتني غزل د لومړي بيت په اړه خپله خبره غځوي او وايي، چې خيال يې نوى دى او ډېر ښه اوډن او تسلسل لري:( دا يو نوى خيال دى، چې تر اوسه په كومه شعري ټولګه كې زه ورسره نه يم مخ شوى. په دې بيت كې پر حسن د عاشق سوځېدل او دا د يوې شپې وصال او ابدي فراق ډېر ښه سره پېيل شوې دي)
عابد د اوسني شعر د غزليزې شاعرۍ يو له هغو ځوانو استازو څخه دى، چې نوښت، ښكلا او صميميت په كې څپې وهي او په پوره صميميت، سړى د خيال لوړو ته وربولي، راځئ د عابد همداسې يو غزل ولولو:
څه خو شته چې داسې خونړۍ اړوي سترګې
جانان چې را نه نن كړۍ كړۍ اړوي سترګې
راځئ چې د يو بل سترګو كې ټول سره راټول شو
له مونږه د خوارانو چې نړۍ اوړي سترګې
زما د زړه غوښتنه باندې خدايږو پوهيدلې
دا ښكلې چې له ما هره ګړۍ اړوي سترګې
د بر كلي د شپون رمي هوښيارې راته ښكاري
اغزو كې چې ترې پاتې شي وړۍ اړوي سترګې
دعا به د كوترې سپين وزرې راسره وي
چې باز نه په هوا هره جړۍ اړوي سترګې
كه څه هم اكثر شاعران د خپلو غزلونو په پاى كې خپل تخلصونه راوړي، خو عابد ډېر ځله د خپلو غزلونو په پاى كې خپل نوم راوړي، ښايي خپل نوم به تر تخلص ورته ډېر شاعرانه ايسي، ملامته نه دى رښتيا هم تر عابد باز ډېر ښكلى دى، ځكه شعر يو ډول الوت دى او الوت خو د باز كار وي نه د عابد. راځئ څو شېبې دغې ښكلا ته هم تم شو:
سپينې كوترې درنه تنګې شولې
بازه يوه ورځ به دې وزر ماتوم
بازه پسې والوزه وار مه كوه
ګورې نه صحرا ته كوتر وتى دى
مه وزر مې مه تړه
باز يم الوته لرم
سترګې يې سرې شي په چا خيال نه كوي
باز چې كوتره په پنجه كې واخلي
دعا به د كوترې سپين وزرې راسره وي
چې باز نه په هوا هره جړۍ اړوي سترګې
څنگه غلـــــی ناست يې بازه؟ وزرونـه دې خواره کړه
د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه
باز كيسه ليكوال هم دى او د نامريي ځواك په نامه يوه ټولګه يې خپره شوې هم ده. د باز كيسې د هغه د غزلونو په شان لنډې او ډېرې خوږې دي. د كيسو په دې ټولګه كې يې تر ډېره د هجرت انځور وينو خو ټول هغه څه په كې انځور شوي دي، چې پر افغانانو تجربه شوي او د هجرت په ماحول كې د مظلوم افغان پر مظلوميت د اوښكو تويول دي.
عابد هغه څه ليكلي، چې ليدلي يې دي او له دې امله هره كيسه يې رياليستيكه بڼه لري. د كيسو ښه والى يې په دې كې دى، چې تر ډېره لنډې جملې كاروي، ژبه يې روانه او نثر يې ډېر خوږ دى. هره كيسه، چې راواخلې له پيله تر پايه په كې يوه اوچته تلوسه نغښتې وي.
د باز پر كيسو بيا سره غږېږو.
صديق الله بدر