پوهنمل حبیب زی
فرانکفورت : دجنوری د میاشتی اتمه 2010 ع ،ک
د خوشالی ځای دی چی اوس په پښتنو کی ددی دود او احساس راژوندی شوی دی چی خپل لیکوالان او شاعران په ژوندینی نازوی اودهغوی دکارونو اوزیارونو په یاد غوڼدی او خوښی محفلونه جوړوی . 
په ننګرهار کې د نړۍ اونيزې د ادارې له خوا د هېواد دزیارکښ او نازولی ليکوال او شاعر بازمحمد عابد د ادبي خدمتونو په وياړد يو شاعرانه او سندريز بنډار جوړیدو له کبله چی د تاند په ویب پاڼه کی می د هغه خبر ولوست ډیر خوشله کړم . باز محمد عابد نه یوازی دا چی د خپلو ادبی او کلتوری هاند اوهڅو له کبله د داسی لوریینو او پیرزوینو لپاره په ځای اومناسب شخصیت دی بلکه په ژوند دیو چا له کارنامو یادونه هغه لا په دی لاره کی نورو ادبی خدمتونو اوپنځونو ته تشویقوی چی په پایله کی د خلکو او ژبی ته د خدمت یو بل ډول پاملرنه اودرنښت ګڼل کیږی .  
خواږه او درانه ملګری بازمحد عابد ته زه هم په خپل وار سره د زړه له کومی مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم چی هاند او هڅو ته یی اوس په مینه اودرنښت د ګران هیواد لیکوال ،شاعران او مینه وال په خپله خوښه د لمانځنی او خوشالی محفلونه جوړوی او داده زه هم یو خبل آزاد شعر چی په همدی ویاړ می لیکلی دی ، عابد صایب اود هغه نورو مینه والو ته نذرانه کوم :
باز محمد عابد ته
پیرزوینه
تا ولیده چې
زمو نږ دکلي خلګو
د خپلو شولو
د لونو رشې
له مخې پرېښودې
په خلاصو ګروو
تېره لورونه
په اشر
تاو کړي بریت
دتا د ور مخې ته
ودرېدل
چې په پټي کې د لونګو
بو ټي
په ګډه و ریبي
ډېری ډېری
لونګ رشه کې ،
او ددې کلي
غوړې څڼې
لیوني میینان
ورسره خواکې څو ملالې پیغلې
د شپو سپوږمۍ ته څو
دانه دانه لونګ
بیا په ځونډیو کې
ټترباندې شنګله شنګله کي ،
ستا د کرلو بوټو
چې په عطرونو یې
دکلي زلمو
دلونګینو پېغلیو
غېږه کې
په ناز خواږه خوبونه غواړي
ځوانانو وریبل ًعا بده ً
له پټي نه د لونګو بوټي